Breadcrumb

  1. Home
  2. سندونه په پښتو ژبه
  3. د جنسي ځورونې په اړه حقیقتونه

د جنسي ځورونې په اړه حقیقتونه

جنسي ځورونه د جنسي تبعیض یو ډول دی چې د مدني حقونو د قانون 1964 د برخه VII سرغړونه کوي.

جبري جنسي عملونه، د جنسي عمل غوښتنې او د جنسي ماهیت نور شفاهي یا فزیکي چلند د جنسي ځورونې لامل کیږي، په داسې حال کې چې د داسې چلند پوره کول یا ردوول په څرګند یا ناڅرګند ډول د یو شخص په  ګمارلوتاثیر کوي، په نامعقوله توګه د یو شخص په کاري اجرا کې مداخله کوي یا په کار کې د تهدید، مخالفت یا د تیري چاپیریال رامنځته کوي.

جنسي ځورونه په بیلابیل وضعیتونو کې ترسره کیږي، چې په دې کې دا لاندې شتون لري خودې پورې محدږد ندي :

  • قرباني او ځوروونکی ښځه او سړی دواړه کیدای شي. دا اړینه نه ده چې قرباني مخالف جنس ولري.
  • ځوروونکی د قرباني مدیر، د ګومارونکي استازی، د بلې سیمې مدیر، د کار ملګری، کار نه کوونکی شخص کیدی شي.
  • اړینه نه ده چې قرباني هغه شخص وي چې ځورول شوی وي خو هر هغه څوک کیدای شي چې د تیري د دغه چلند له کبله اغېزمن شوی وي.
  • ناقانونه جنسي ځورونه پرته د قرباني له اقتصادي زیان یا د ویستلو رامنځته کیدای شي.
  • د ځورونکي د چلند باید مخنیوی وشي.

د قربانی  لپاره به دا ګټه وره وي چې په مستقیم ډول ځوروونکي ته خبر ورکړي چې د هغه چلند ناوړه دی او باید ودرول شي. قرباني باید د ګومارونکي د شکایت د کړنلارې یا د موجود شکایت له سستم څخه استفاده وکړي.

کله چې د جنسي ځورونې د تورونو پلټنه کیږي، EEOC ټول ریکارډ ګوري:

وضعیتونه،لکه د جنسي عملونو ماهیت، هغه حالت په کوم کې چې د لګول شوي تورونو پیښې رامنځته شوې وي. د تورونو په اړه پریکړه د هر ځانګړي وضعیت د حقیقونو په رڼا کې کیږي.

د کار په ځای کې د جنسي ځورونې مخنیوی کول د دې د ختمولو لپاره تر ټولو غوره لارده ده. ګومارونکي هڅول کیږي چې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي. هغوی باید په څرګند ډول کارکونکي  ته ووایي چې جنسي ځورونه د زغملو وړ نه ده. هغوی په ښه موافقې  یا د شکایت د پروسې سره دغه اقدامات کولی شي او کله چې یو کارکونکی  شکایت وکړي، نو سمدلاسه او مناسب اقدام ترسره کړي.

دا هم وګورئ: د ګمارنو استخدام د تبعیض تور به څنګه ثبتوئ